اشاعتیں

مارچ, 2023 سے پوسٹس دکھائی جا رہی ہیں

gazal

  غزل ـــــــــــ بې له خدایه مزه نشته زندګۍ کې. ما د رب دریاب لېدلی په کشتۍ کې. . ربه ستا په دومره لویه بادشاهۍ مې. موسئ لوې شو د یهودو کورنۍ کې. ستا له لوري نه را غلی شمال څه کړم. عذابونه نازل شوي په سېلۍ کې. ته ېې ړوند او زه چاړا درته غږېږم. هېڅ یو خوند مو پېدا نه شو عاشقۍ کې. چې ته راشې ښاپيري په ژړا لاړشي. زه خوشحاله یمه ستا په جدایۍ کې. ستا مړه شوي ارمانونه مې ژوندي کړل. تاته کریکې مې وهلې په شپېلۍ کې . ته مې څنګ کې وې فلاح ژبه ګونګې وه . ټولې ساه وې مې نښتې وې مرۍ کې. ۔۔۔۔ نظام الدين فلاح