" ارواښاد محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب ! دپښتون افغان ملت ویاړلې قومی اثاثه " لیک ـــــ خورشیدکاکاجی "ستا د ښائیست ګلونه ډیر دی جولئ مې تنګه زه به کوم کوم ټوله وومه " نن 20 م مئ ده او د ارواښاد محترم عبدالرحیم خان مندوخیل څلورم تلین کلیزه ده ـ د محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب سره زما ځانی پیژندګلو او سیاسی و تنظیمی رشته د کال 1985 نه تر د هغوی د وفات 2017 د نیټې پورې نزدې دریدیرش کاله اوسیدلې ده ـ په دغه ټوله دورانیه کښې ما محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب د یو قومی او ګوندی مشر په حیث ډیر د نزدې لیدلې او اوریدلې دې ، د یو فعال سیاسی کارکن په حیث ورسره په ګوندی سیاسی و تنظیمی سرګرمو کښې شریک ووم او د نورو قومونو او حزبونو سره د اتحادی سیاستونو په حواله مې هم د MRD، سندهی بلوچ پختون فرنټ، پونم او پښتون رهبر کمیټئ وغیره په تنظیمی اجلاسونو او سیاسی جلسو کښې مې ډ یر د نزدې نه لیدلې او اوریدلې دې، د پښتونخوا وطن په کلو او بانډو ورسره ګرځیدلې او د سنده،پنجاب په سفرونو کښې ورسره مل اوسیدلې یم، یقینأ چی دغه زما د ژوند پر افتخاره حصه ده چی ما ته د خپل ګوند د نورو مشرانو سره سره د ...
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں